کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حمدالله محب او سعادت نادري د لندن په سړکونو کې په یو لوړ بیه موټر کې سواره لېدل شوی

حمدالله محب او سعادت نادري د لندن په سړکونو کې په یو لوړ بیه موټر کې سواره لېدل شوی

د جمهوریت له سقوط وروسته د لومړي ځل لپاره حمدالله محب او سعادت نادري د لندن په سړکونو کې په یو لوړ بیه موټر کې سواره لېدل شوی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د جمهوري دولت د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د سولې وزارت پخواني وزیر سعادت نادري په لوړ بیه موټر کې ناست، د لندن په سړکونو لېدل شوي دي.

راپور زیاتوي چې محب او نادري دواړه په یو لوړ بیه سور رنګه موټر کې، چې د لندن په ماریلیبون کوڅو په سړکونو ګرځېده، لېدل شوي او عکسونه یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي.

هغه موټر چې دواړه پکې سواره دي، کانټینینټل جي ټی سي نومېږي او د انګلستان په بازارونو کې یې بیه تر ۱۵۰ زره پونډه ښودلې شوه.

د یادولو وړ ده، کله چې جمهوریت سقوط وکړ له هغې راهیسې حمدالله محب یو ځل په عربي اماراتو کې له اشرف غني سره لېدل شوی و.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …