کورپاڼه / جالب / ولې د ځینو کسانو د مړوند دا برخه راوتلي وي؟

ولې د ځینو کسانو د مړوند دا برخه راوتلي وي؟

خپل لاس مو د میز دپاسه کېږدئ او داسې یې کېږدئ چې ورغوی یې پورته خواته وي، بیا د ګوتمۍ په ګوته کوچنۍ ګوته لمس کړئ او لاس مو لږ پورته کړئ.

اوس وګورئ چې ستاسې د مړوند په منځنۍ برخه کې کوم سخته برخه راوتلې ده؟ هغه کسان چې لاس یې دا راوتلې برخه لري د نړۍ د نفوسو ډېره برخه جوړوي او که چېرته ستاسو لاس دغه برخه نلري نو تاسې د نړۍ په ۱۴ یا ۱۵ سلنه خلکو کې راځئ.

دغه برخه د پالماریس لنګس په نوم یادېږي او له پخوا زمانو راهیسې په هغه ژوندیو حیواناتو کې موندل کېږي چې د لاسونو په مرسته یې زانګل یا په ونو ختل.

ددې مطلب دادی چې په انسانانو کې یې کوم حقیقي استعمال نشته او همد لامل دی چې په ډېر شمېر کسانو کې دغه عضله نشته او په اوسني وخت کې نه په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د لاس ګرفت ډېروي.

که چېرته ستاسې په مړوند کې کرښه ښکاره شوه، نو پوه شئ چې تاسې هم د یادې عضلې خاوند یاست، خو که داسې نه وي نو اندیښنه مه کوئ، ځکه چې اوس ددې اړتیا نشته چې موږ ونو ته وخېژو او د ارتقاء مراحلو سره په راتلونکې به بالکل شتون ولري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …