کورپاڼه / هنر او کلتور / انوشکا شرما د کرنتین ختمېدو ته په بې صبرۍ په تمه ده

انوشکا شرما د کرنتین ختمېدو ته په بې صبرۍ په تمه ده

د هندي سینما مخکښه اداکاره انوشکا شرما او هغې خاوند او د هند کرکټ ملي لوبډلمشر ویرات کوهلي په دوبۍ کې د کرنتین د ختمېدو لپاره په بې صبرۍ په تمه دی.

تېره ورځ شل نړیوال جام پیل شو او نن د نړیوال جام د سوپر (۱۲) لوبډلو تمریني لوبې شروع شوې او ټولې لوبډلې د څو ورځو لپاره کرنتین وې، ځکه هلته لوبغاړو او کورنۍ یې د زړه تنګون احساش کاوه.

اوس په دې اړه د بالیووډ مخکښې اداکارې انوشکا شرما د عکسونو او ویډیوګانو په خپرونکې اپلیکیشن انستاګرام خپل او ویرات کوهلي ځینې عکسونه خپاره کړي دي.

په انستاګرام خپور شوي عکسونه انوشکا شرما له خپلې هغه بالکوني څخه اخیستي په کوم ځای کې چې هغه کرنتین ده او ویرات کوهلي یې ترې په ځانته کوټه کې کرنتین کړی دی.

په تصویرونو کې لېدل کېږي چې ویرات کوهلي پخپله بالکوني کې ولاړ و او خپلې میرمنې ته د مینې اظهار کوي. انوشکا د پوسټ په سرلیک کې لیکل:((ددې دوو سرلیکونو ترمنځ د یوه ټاکل ستونزمن دي چې کرنتین زړه خوښوي او که د کرونا په خوندي چاپیریال کې مینه ډېرېږي.))

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …