کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران بهترینه توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې او سویلي افریقا افغان لوبډلې ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

دغه تمریناتي لوبه د متحده عربي اماراتو په اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. سویلي افریقا د لوبې پچه ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

سویلي افریقا په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۴۶ منډو هدف کېښوده.

د سویلي افریقا لپاره ډیویډ میلر په ۱۰ توپونو ۲۰، ایدین مارکرام په ۳۵ توپونو ۴۸، وین دردوسن په ۱۷ توپونو ۲۱ او تمبا بویما په ۳۹ توپونو ۳۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره مجیب الرحمن په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او درې ویکټې یې ترلاسه کړې، نوین الحق په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې، یوه ویکټ یې واخیست او نبي په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …