کورپاڼه / کرکټ / جیمس اندرسن: د استرالیا لوبغاړي دې له ژبې سره پام کوي

جیمس اندرسن: د استرالیا لوبغاړي دې له ژبې سره پام کوي

د انګلستان تجربه کار چټک توپ اچونکي جیمس اندرسن له ایشیز لوبلړۍ وړاندې د استرالیا کرکټ لوبغاړي ته مشوره ورکړې، چې خپلې ژبې سره دې پام کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د استرالیا ټیسټ لوبو لوبډلمشر ټیم پېن د انګلستان د ټیسټ لوبډلمشر جو روټ پر وړاندې سختې څرګندونې کړي دي.

جو روټ ویلي ول، که استرالیا د کرونا څخه د خوندیتوب شرایط آسانه نه کړي، نو هغه د ایشیز سیالیو ته نه ځي، چې بیا ورته ټیم پېن په ځواب کې ویلي ول، که جو روټ راځي او یا نه راځي خو د ایشیز سیالۍ به کېږي.

کله چې ټیم پېن پاروونکې څرګندونې وکړې نو د انګلستان لوبغاړي یې سخت غوسه کړ، د هغوی له ډلې جیمس اندرسن ویلي چې دا ډول خرې کول ډېرې خطرناکې وي.

نوموړي زیاته کړې، په ځانګړي ډول دا ډول خبرې کول ځکه خطرناکې وي، چې موږ د یو مهم لوبغاړي له کمښت سره په دې سبب مخ یو، چې هغه له ذهني ستونزو څخه کړیږي، نو تاسې باید په حالاتو کې له ښه اخلاقو او احترام څخه کار واخلئ.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …