کورپاڼه / روغتيا / د انارو د ایشول شوي پوټکي یا پوستکي ګټې

د انارو د ایشول شوي پوټکي یا پوستکي ګټې

په مېوو کې انار یوه خوندوره مېوه ده، چې د انسان د بدن لپاره یې نه یوازې دا چې د انارو دانې ګټورې وي، بلکې پوستکی یې هم د ډېرو زیاتو ګټو درلودونکی دی، نو راځئ چې نن ورځ د انارو د پوستکي د ګټو په اړه دا لیکنه ولولو

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د انارو پوستکی په اوبو کې ایشول او بیا همدغه ایشېدلې اوبه څښل بې شمېره ګټې لري، چې ځینې به یې دلته ولولو:

د انارو د پوستکي په جوړښت کې په ډېره اندازه انټي اکساید وي، چې د میکروبونو او د زړه د ناروغیو پر وړاندې مقابله کوي. د انارو ایشول شوي پوستکې د هضم د سیستم او د کولمو لپاره د سوخت ضدې ځانګړتیاوې لري.

د انارو د پوستکي یوه ګټه دا هم ده چې غاښونو له خرابېدو ژغوري او د خولې زیانمنو بکتریاوو سره مقابله کوي. که چېرته د انارو پوستکی وچ او وایشول شي او پوډر ترې جوړ او وخوړل شي نو د هضم سیستم اسانوي.

د انارو مېوه او ور پکې ټول غذایي توکي په ځانګړي توګه د انارو پوستکی د انسان د پوستکي لپاره ګټور وي. لکه څنګه چې د انارو پوستکی په ډېره اندازه انټي اکساید لري، نو په استعمال سره یې د خېټې فعالیتونه ښه کېږي او د بې شمېره ناروغیو په ګډون د خېټې، لویو کولمو او تریخې د سرطان لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …