کورپاڼه / کرکټ / ریکي پونټینګ د هند له لورې د روزنې وړاندیز رد کړی

ریکي پونټینګ د هند له لورې د روزنې وړاندیز رد کړی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپ وهونکي ریکي پونټینګ د هند کرکټ ملي لوبډلې د روزنې وړاندیز رد کړ.

نوموړي له دې وړاندې څو ځلې د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې روزونکی پاتې شوی او ترڅنګ یې د هند تجارتي لیګ کې د ډهلي کپیټلز لوبډله هم د نوموړي له روزونې مستفیده شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د هند کرکټ بورډ له لورې ریکي پونټینګ ته د روزنې وړاندیز شوی دی، خو نوموړي یې له منلو انکار کړی دی.

راپور زیاتوي چې د ریکي پونټینګ له انکار وروسته د هند کرکټ بورډ پخوانی لوبډلمشر راهول ډراویډ د روزونکې په توګه وټاکه چې تر ۲۰۲۳ کال نړیوال جام پورې به د هند لوبډلې روزنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د هند لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري له نړیوال جام وروسته د دندې وخت پوره کېږي او له هغې وروسته به روزنې ته ادامه ور نکړي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …