کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان لوبډلې له سویلي افریقا په ۴۱ منډو ماتې وخوړه

افغان لوبډلې له سویلي افریقا په ۴۱ منډو ماتې وخوړه

د افغان لوبډلې لپاره محمد نبي ښه توپ وهنه وکړه، خو بل هیڅ لوبغاړی ونه توانېده، چې تر ۲۰ پورې منډې وکړي او همدا و چې په ۴۱ منډو یې لوبه وبایلله.

دغه تمریناتي لوبه د متحده عربي اماراتو په اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. سویلي افریقا د لوبې پچه ګټلې او د توپ وهنې پرېکړه یې کړې ده.

سویلي افریقا په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې، چې له ډلې یې ډیویډ میلر۲۰، ایدین ۴۸، وین دردوسن ۲۱ او تمبا بویما ۳۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره مجیب درې ویکټې، نوین الحق او نبي یو-یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

افغان لوبډله ونه توانېدله چې د ۱۴۶ منډو هدف ترلاسه کړي او د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۴ منډې وکړې او په ۴۱ منډو یې ماتې وخوړه.

د اغان لوبډلې لخوا محمد نبي ۳۴، رحمن الله ګربز ۱۹ او ګلبدین نایب ۱۷ منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا تبریز شمسي درې او لینډي نیګیډي دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …