کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ، هالېنډ او پاکستان، ویسټ انډینز ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ، هالېنډ او پاکستان، ویسټ انډینز ته ماتې ورکړه

د شل اوریز نړیوال جام د کوالیفای په دریمه لوبه کې ایرلېنډ، هالېنډ ته او په تمریناتي لوبه کې پاکستان د ویسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې هالېنډ پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه، چې بیا یې په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې وکړې، چې له ډلې میکس او دووډ ۵۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د ایرلېنډ لخوا کریسټس کمپیر څلور او مارک ادیر درې ویکټې ترلاسه کړې.

ایرلېنډ لوبډله وتوانېدله چې یاد هدف په ۱۵.۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړي، چې له ډلې یې پال سټرلینګ ۳۹ او ګریټ ډیلني ۴۴ منډې وکړې. د هالېنډ لخوا پیټر سیلار، فرید کلاسن او برینډن ګلویر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بله خوا ویسټ انډیز د پچې تر ګټلو توپ وهنه غوره کړه، چې بیا یې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې شیمرن هیټمایر ۲۸ زیاتې منډې وکړې او د پاکستان لخوا حارث، شاهین او حسن علي دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

پاکستان یاد هدف په ۱۵.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې له ډلې یې بابر اعظم ۵۰ او فخر زمان ۴۶ منډې وکړې او د ویسټ انډیز لخوا هیډن والش دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …