کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حلیم فـدایـي: کرزی واقعا یو هېوادپال، دور اندېش او د فراست لرونکی شخصیت دی

حلیم فـدایـي: کرزی واقعا یو هېوادپال، دور اندېش او د فراست لرونکی شخصیت دی

د افغانستان د تېر حکومت پر مهال په څو ولایتونو کې د والي په توګه پاتې شوي محمد حلیم فـدایـي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ستاینه کړې ده.

نوموړې وروسته له هغې د حامد کرزي په اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې پوسټ کړی، چې ویل کېږي روسیې دغلته د افغانستان په اړه کېدونکې غونډې ته حامد کرزی او عبدالله عبدالله نه دي وربللي.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي دي، چې “‏د جمهوریت په وخت کې روسیې هر سیاستوال غوښت؛ اوس د روسیې، چین، ایران او پاکستان بربنډې او نابربنډې مداخلې پیل شوې. ښاغلی کرزی صیب ددې وړ دی چې د افغانستان په اړه په هره نړۍواله غونډه کې د پخواني ولسمشر او مطرح ملي سیاستوال په توګه وغوښتل شي.”

حلیم فـدایـي د حامد کرزي په اړه زیاتوي: “ښاغلي کرزی واقعا یو هېوادپال، دور اندېش او د فراست لرونکی شخصیت دی؛ په لوړه کچه یې باید درناوی وشي. یو وخت به ډېر افسوس وکړئ.”

د یادولو وړ ده چې په حامد کرزي باندې ډېر خلک له دې امله نیوکې کوي، چې هغه د افغانستان د تېر حکومت (د اشرف غني حکومت) سره ولاړ نه و او د حکومت د کمزوري کولو لپاره يې هم هڅې کولې.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …