کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان، هند ته، نیوزیلېنډ، استرالیا ته او نمیبیا د سریلانکا لوبډلې ته هدف وټاکه

انګلستان، هند ته، نیوزیلېنډ، استرالیا ته او نمیبیا د سریلانکا لوبډلې ته هدف وټاکه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې انګلستان، هند د ۱۸۹، نیوزیلېنډ، استرالیا ته د ۱۵۹ او د نړیوال جام د کوالیفای په څلورمه لوبه کې نمیبیا سریلانکا ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه.

په لومړۍ لوبه کې انګلستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو هند د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې جوني بیرسټو ۴۹ زیاتې منډې وکړې او د هند لپاره محمد شامي درې زیاتې ویکټې واخیستې.

په دویمه لوبه کې نیوزیلېنډ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو استرالیا ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې کین ویلیمسن ۳۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د استرالیا لپاره کین ریچارډسن درې زیاتې ویکټې واخیستې.

بله خوا د نړیوال جام کوالیفای په څلور لوبه کې نمیبیا د سریلانکا توپ اچونکو ته تاب را نه وړ او په ټاکلو شل اورونو کې یې سریلانکا ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه.

نمیبیا ته کریګ ویلیمسن ۲۹ او ګارهارډ ۲۰ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سریلانکا ته مهیش تیکشانا درې، لیهرو کمارا او ونیندو هسرنګا دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …