د افغانستان په تېر حکومت کې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی کمال ناصر اصولي وايي، چې افغانان باید په سیاسي انتخاب کې ازاد وي.
نوموړي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې ځینې عکسونه خپاره کړي دي، چې د بېلا بېلو خلکو سره د غونډو یا ناستو پر مهال اخیستل شوي دي.
هغه له دغه عکسونو سره لیکلي دي: “افغانان باید په سیاسي انتخاب کې آزاد وی. د هغو هېوادونو دولتونه چې ولس ته د فکر آزادي نه ورکوئ ځوانان یې د سیاست کولو محدودیت ولري لکه شمالي کوریا په غربت کې ژوند کوي.”
د یادولو وړ ده چې د ا.ا حکومت له راتګ سره سم داسې فکر کېږي چې په افغانستان کې به د ډېرو نورو شیانو ترڅنګ له خلکو څخه سیاسي ازادي هم واخیستل شي.
د ا.ا حکومت ویاند څو ورځې وړاندې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و، چې سیاسي ګوندونو ته به په مشروط ډول د سیاسي فعالیت ورکول شي.