کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاه رخ خان د شتمن کېدو تر شا کېسه څه ده؟ نوموړی یې پخپله وایي

د شاه رخ خان د شتمن کېدو تر شا کېسه څه ده؟ نوموړی یې پخپله وایي

شاه رخ خان په ټوله نړۍ کې د ښې اداکارۍ په سبب ډېر مشهور دی، خو یو وخت داسې هم و چې نوموړي ډېر ساده او عادي ژوند درلوده، خو وروسته یې قسمت بدل شو او اوس په ټوله نړۍ کې له شتمنو اداکارانو څخه ګڼل کېږي.

خو آیا پوهېدئ چې د شاه رخ خان د شتمن کېدو تر شا کومه کیسه پرته ده؟ دا پوښتنه ډېره د ارزښت لرونکې ده، ځکه چې په دې اړه شاه رخ خان پخپله خبرې کړي دي.

شاه رخ خان په یوه پخوانۍ ویډیو کې د خپرونې کوربه شاه رخ خان ته وایي چې څو کاله وړاندې تاسې کوم زیارت ته تللې وئ، چې بیا کوم فقیر درته وویل چې تاسې به د ورکو شوو پیسو په اړه فکر کوئ، نو تاسې به د ډېرو شتو خاوند شئ، نو آیا تاسې په هماغه فقیر شک وکړ؟

شاه رخ خان په ځواب کې ورته وایي چې هغه وخت زما مور ډېره ناروغه وه او زه یې د روغتیا لپاره (اجمیر شریف) ته لاړ وم، هلته مې مادر نذر کاوه او ماته مې مور پنځه زره روپۍ راکړې وې چې بیا ورکې شوې.

ما د پیسو لټه پیل کړه نو هلته یو فقیر ناست و، نو هغه له ما پوښتنه وکړه چې آیا څه شی درنه ورک شوی؟ ما ورته وویل چې (هو). بیا فقیر وویل چې آیا پنځه زره روپۍ وې؟ زه په فکر کې شوم چې دا څنګه پوه شو.

شاه رخ خان زیاتوي چې فقیر راته وویل چې ته زیارت ته راغلی یې نو تشه لاس به بېرته نه ځې، تا پنځه زره روپۍ له لاسه ورکړې خو پنځه میلیارده به وګټي.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …