کورپاڼه / روغتيا / د یوه ښه او آرامه خوب د ترلاسه کولو لارې چارې

د یوه ښه او آرامه خوب د ترلاسه کولو لارې چارې

په نړۍ کې ډېر شمېر داسې کسان شته دی، چې هغوی د شپې تر ناوخته پورې د ویښ پاتې کېدو عادت لري، خو ځینې کسان بیا د شپې تر ناوخته پورې په دې سبب ویښ ناست وي چې خوب نه ورځي.

که چېرته د شپې تر ناوخته پرته له کوم لامله د اسمان ستوري شمېرئ نو تاسې د بې خوبۍ ښکار یاست، چې ښه خبره نه ده او اغېز د سبا ورځې پر فعالیتونو پرې وځي. که په اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې له دا ډول حالت سره مخ کېدئ نو دومره ستونزه نه ده، خو که هره ورځ دا ډول حالت وي نو بیا د خطر زنګ دی.

د یوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، په سم ډول د خوب نه کول ترافیکي پېښې او د مسلکي تېروتنو ترڅنګ نورې منفي ستونزې هم پیدا کوي. څېړنه زیاتوي چې له یوې ستړې ورځې وروسته د خوب راتلل عادي خبره ده، خو که داسې نه وي نو له دې چارو لاس واخلئ.

له بریښنایي وسایل لاس واخلئ: د تلویزون کتل یا نورو شیانو ته ډېر کتل د انسان پرخوب منفي اغېزې کوي، ځکه چې له برښنایي توکو خارجېدونکي روښنایي دماغ متحرک ساتي، چې بیا بېرته عادي حالت ته راوستل یې وخت غواړي، نو ځکه روغتیایي کارپوهان یې د شپې پرمهال د نه استعمال لارښوونه کوي.

لامبل د خوب لپاره ګټور وي: دا یوه ثابته شوې خبره ده چې له لامبلو وروسته انسان ښه خوب کوي، نو که چې تاسې تبه نلرئ او خوب نه درځي، نو په دې حالت کې ولامبئ.

کافین: کافین داسې مواد دي چې بدن بېدار ساتي، خو باید په یاد ولرئ چې د شپې لخوا د چای، کافي، سړو څښاکو او نورو کافین لرونکو توکو استعمال نه وي پکار ځکه خوب خرابوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …