کورپاڼه / روغتيا / پروسیس شوي خوراکي توکي د دماغو لپاره زیانمن وي

پروسیس شوي خوراکي توکي د دماغو لپاره زیانمن وي

ساینسپوهان په دې نظر دی چې پروسیس شوي خوراکي توکي حافظه اغېزمنوي او دماغ له خپل وخت څخه وړاندې زړوي. ساینسپوهانو دا نظر وروسته له یوې څېړنې ورکړی دی.

دوی له تجربو ثابته کړې ده، کله چې موږکانو ته پروسیس شوې غذا ورکړل شوه نو یوازې په څلور اوونیو کې یې دماغ سوخت پیل کړ او حافظه یې کمزورې شوه او کله چې اومیګا تري فیټي اسید ور زیات شول، نو د پروسیس شوې غذا منفي اغېزې کمې شوې.

پروسیس شوي غذایي توکي، چې تر ډېره پورې ساتل کېږي، ګڼ شمېر کیمیاوي مواد ورسره ګډېږي او دوه کاله وړاندې ملګرو ملتونو په سرې پروسیس شوې غوښه بندیز هم لګولی و.

که له یوې خوا پروسیس شوې خواړه په ځنډ سره د شکر او چاغوالي سبب کېږي، نو له بلې خوا ډېر ژر یعنې په څلور اوونیو کې دماغ اغېزمنوي، خو دا چې د الزایمر او ډیمنشیا لامل کېږي او که نه، په دې اړه څېړنو ته اړتیا ده.

څېړونکې وایي اومیګا تري فیټي اسید د پروسیس شوو توکو منفي اغېزې کموي، یعنې که چېرته پروسیس شوي غذا وخورو نو اومیګا تري یې اغېز کوي، نو ځکه لارښوونه کوي چې هره غذا خورئ، تازه یې وخورئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …