د ټیکنالوژۍ مخکښ شرکت ایپل په چین کې خپل ترټولو مشهور اپلیکیشن (قران) بند کړ. یاد شرکت ویلي چې دغه اپلیکیشن یې د چینایي چارواکو په غوښتنه هلته بند کړی دی.
بریتانوي رسنۍ ویلي، چې ایپل د چینایي چارواکو په غوښتنه یاد کې خپل مشهور اپلیکیشن (قران) وتاړه، خو چینایي حکومت په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې.
بریتانوي رسنۍ زیاتوي چې د ایپل شرکت سانسورشپ، چې په ټوله نړۍ کې د اپلیکیشنونو او د ایپل ایپ سټور څارنه کوي، له ټولو وړاندې د اپلیکیشن د لېرې کولو یادونه کړې.
په دې لړ کې اپلیکیشن جوړونکی شرکت ویلي دي، چې د ایپل پر وینا، په چین کې یې له خپل ایپ سټور څخه د قران مجید اپلیکیشن لېرې کړی او لامل یې منځپانګه یاده شوې ده.
یاد شرکت زیاته کړې ده، چې ددې ستونزې د حل لپاره د چین سایبر چارواکو سره د اړیکې هڅه کوي، خو اوس هلته دا اپلیکیشن تړل شوی دی. د یادونې وړ ده چې د ایپل سټور کې د قران مجید اپلیکیشن د ټولو نړۍ لپاره د استفادې وړ ده.