خپلواک وېبپاڼه (٧ دسمبر ٢٠١٩): انټرنېټ کې يو لوري ته په ژوند کې ډېرې اسانتياوې راوستې، نو بل لوري ته په انلاين بڼه اوس ويډيوګانې، فلمونه او سريالونه کتل هم ډېر اسان شوي دي.
د انټرنېټ د ويډيو خپرونکې وېبپاڼې يوټيوب باندې تاسې کولاى شئ چې د خپلې خوښې سريالونه، فلمونه، د زده کړې ويډيوګانې او نور ډېر څه وګورئ، چې تاسې يې فکر کولاى شئ.
يوټيوب کې د ٢٠١٩ کال په پاى کې يو لوري ته د زياتو کتل شوو ويډيوګانو لېسټ خپور کړى و، نو دوى همدا راز په ٢٠١٩ کال کې د زياتو مشهورو يوټيوبرانو (هغه کسان چې په يوټيوب کې چېنل لري، ويډيوګانې ورته جوړوي او خپروي يې) ليسټ هم خپور کړى دى.
يوټيوب په يوه ويډيو کې چې (يوټيوب ريواينډ ويډيو) تر سرليک لاندې خپره شوې ده، په دغه ويډيو کې يې ويلي دي چې په ٢٠١٩ کال کې عراقۍ الاصله عربۍ (نور سټار) چې د يوټيوب ستورې ده، لومړۍ او يوازينۍ عربۍ نجلۍ ده چې تر ټولو زياته مشهوره شوه.
په يو راپور کې ويل شوي دي چې د (نور سټار) چېنل په ٢٠١٩ کال کې ١٠ ميليونه نه زياتو کسانو سبسکرايب کړى دى او همدا راز تراوسه پورې د هغې چېنل ١٣ ميليونه کسانو سبسکرايب کړى دى.
نور سټار د منځني ختيځ هغه لومړنۍ ښځه ده چې په يوټيوب باندې دومره ډېر سبسکرايبر لري، تر دې مخکې بله هېڅ کومه داسې د يوټيوب ستورې نشته چې د هغې د ١٣ ميليونه سبسکرايبرو ريکارډ ولري.
نور سټار د عراق اوسېدونکې ده او هغې په ٢٠١٤ کال کې خپل يوټيوب چېنل جوړ کړى و، په پيل کې به هغې د کورنۍ ژوند او نورو مسئلو په اړه ويډيوګانې خپرولې، خو وروسته يې په عربي کلتور، د عربي نجونو په ستونزو او همدا راز د نورو برخو تر څنګ کامېډي ويډيوګانې هم جوړولې.
د نور سټار ډېرى ويډيوګانې تر ١ ميليون زياتې کتل شوې دي، همدا راز د هغې يوه ويډيو بيا ان ٣٠ ميليونه ځل هم کتل شوې ده.