کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په اوو، استرالیا، نیوزیلېنډ ته په درې او د نړیوال جام د کوالیفای په څلورمه لوبه کې سریلانکا، نمیبیا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې انګلستان د پنځو لوبغاړو په سوځېدو هند د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې جوني بیرسټو ۴۹ زیاتې منډې وکړې او د هند لپاره محمد شامي درې زیاتې ویکټې واخیستې.

هند لوبډلې یاد هدف په ۱۹ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ، چې ډلې یې لوکیش راهول ۵۱ او ایشان کیشن ۷۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او د انګلستان لپاره لوینګسټن، ډیویډ ویلي او مارک ووډ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دویمه لوبه کې نیوزیلېنډ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو استرالیا ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې کین ویلیمسن ۳۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې او د استرالیا لپاره کین ریچارډسن درې زیاتې ویکټې واخیستې.

استرالیا یاد هدف په وروستي اور کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې له ډلې سټیو سمیت ۳۵ زیاتې منډې وکړې او د نیوزیلېنډ لپاره میچل سانټنر درې ویکټې ترلاسه کړې.

بله خوا د نړیوال جام کوالیفای په څلور لوبه کې نمیبیا په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې کریګ ویلیمسن ۲۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې او سریلانکا ته مهیش تیکشانا درې، لیهرو کمارا او ونیندو هسرنګا دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سریلانکا لوبډلې یاد هدف په ۱۳.۳ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او نمیبیا ته یې ستره ماتې وکړه، چې له ډلې یې اویشکا فرناندو ۳۰ او بهانوکا راجاپکسا ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …