کورپاڼه / خبرونه / “نبي باید پوه شي چې لوبډلمشر دی؛ اصغر دې نور د لوبډلمشرۍ اکټونه نه کوي”

“نبي باید پوه شي چې لوبډلمشر دی؛ اصغر دې نور د لوبډلمشرۍ اکټونه نه کوي”

نن د نړیوال شل اوریز جام په ترڅ کې افغانستان له سویلي افریقا سره لوبه ترسره کړه، خو ډېر کم هدف يې پوره نه کړای شو او په لوبه کې يې ماتې وخوړه، چې پیلیز توپوهونکي محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی په صفر وسوځېدل.

خو د دې ترڅنګ د هغه صحنې یو عکس هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې پکې لیدل کېږي پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان اوس هم په لوبډله کې لکه د لویډلمشر اکټونه کوي، چې د کرکټ مینه والو د نیوکو سره مخ شوی دی.

خو په ختیځ زون کې د کرکټ بورډ پخوانی مسوول، لیکوال، کمنټېټر او مبصر بختیار ساحل هم په دې اړه لیکنه کړې او لیکلي يې دي چې محمد نبي باید پوه شي چې هغه لوبډلمشر دی او اصغر افغان دې نور د لوبډلمشرۍ اکټونه نه کوي.

هغه لیکي: “محمدنبي باید پوی شي چې لوبډلمشر دی او هر مسولیت یې ترغاړې دی. اصغر افغان دې نور د لوبډلمشرۍ اکټونه ځکه نه کوي، چې لوبډلمشر نه دی. که په خپلې لوبیزې دندې زیات تمرکز وکړي، نو فایده یې ټولو ته ده. که چیرې په کومه شېبه کې محمدنبي لوبغالي کې نه وي، نو نجیب ځدراڼ باید لوبډلمشري په غاړه واخلي. له پوسټ مې موخه دا ده چې نور باید مسلکي برخورد وشي او ملکرتیا تر لوبو وروسته وپالل شي.”

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ تمریناتي لوبه کې سویلي افریقا ۱۴۵ منډې کړې وې، چې افغانستان يې په ځواب کې ۱۰۴ منډې وکړې او د ۴۱ منډو په توپیر يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …