کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د زلمي خلیلزاد پرځای توماس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو

د زلمي خلیلزاد پرځای توماس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، چې د افغان سولې لپاره ټاکل شوی و، له خپلې دندې ګوښه شوی دی او دا خبر د امریکا بهرنیو چارو وزارت منلې هم دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې خلیلزاده به نور دنده پرمخ نه وړي او پرځای به یې د افغانستان چارې ټام ویسټ، چې مخکې یې مرستیال و، له واشنګټن یا قطر څخه څاري.

تر اوسه پورې نه ده څرګنده شوې، چې خلیلزاده به په کومه بله دنده وګمارل شي او که څنګه. خو نوموړی د ډونالډ ټرمپ د دورې پرمهال په افغانستان کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شوی.

بله خوا د امریکا بهرنیو چار انتوني بلېنکن ویلي، زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي له دندې استعفاء ورکړې او له خلیلزاد یې مننه کړې چې امریکا ته یې خدمت وکړ.

بلېکن دا هم ویلي چې نور به دغه دنده توماس ویسټ پرمخ وړي. یاده دې وي چې خلیلزاد په ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې د امریکا ځانګړی استازی ټاکل شو و، چې بیا یې تــالــیـــبـــانــو سره مذاکرات وکړل او امریکایي عسکر ووتل.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …