د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او مبصر بازید خان ویلي دي، چې هند او پاکستان به له هغه څلور لوبډلو څخه دي، چې د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته کوالیفای کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا له لورې پخپل رسمي یوټیوب چینل ویډیو خپره کړې، په دې ویډیو کې بازید خان ویلي دي، چې د هند او پاکستان لوبډلې به ولې نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې پورې رسېږي.
نوموړي ویلي دي، د نړیوال جام لپاره په وروستیو څلورو لوبډلو کې د پاکستان د ټاکلو لامل دادی چې پاکستان په متحده عربي اماراتو کې ډېرې ښې شل اوریزې لوبې کوي او حالات یې هم د پاکستان لوبډلې لپاره ډېر مناسب دي.
بازید خان زیاته کړې ده چې د پاکستان ترڅنګ هند، ویسټ انډیز او انګلستان هغه لوبډلې دي چې د نړیوال جام تر نیمه پایلوبې پورې رسېدلی شي.
پاکستاني مبصر په نړیوال جام کې د خپل (ډریم فاینل) په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې پایلوبه به د هند او پاکستان ترمنځ وي او دا لوبه به د ډېر فشار لامل کېږي.