کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ د سړو یا یخنۍ له اغېزو وژغورل شئ نو دا خوراکي توکي وکاروئ

که غواړئ د سړو یا یخنۍ له اغېزو وژغورل شئ نو دا خوراکي توکي وکاروئ

د ژمي په موسم کې ځینې داسې خواړه هم ترلاسه کېدلی شي، چې د سړو له اغېزو مو ژغورلی او په سبب یې له ټوخي، نزلې، زکام او تبې څخه خلاصون ترلاسه کولی شو. د ژمي په موسم کې یوازې د ګرم لباس اغوستل او یاهم د بُخارۍ ترمخ کېناستل کفایت نه کوي، بلکې د ځینو خوراکي توکو استعمال هم اړین تمامېږي.

وچې مېوې: ویل کېږي چې اینځر او خرما د سړو څخه د ژغورلو او د بدن د ګرم ساتلو لپاره ګټوره وي، ځکه چې دواړه له کلسیم او اوسپنې څخه ډک وي، چې بیا د بدن د قوت سبب کېږي. ددې سربېره ممپلي، پسته، بادام، کاجو، چارمغز او چنغوزي هم د ژمي د موسم له ډالیو څخه شمېرل کېږي، چې بادام او چارمغز بیا د کلیسټرول سطحه هم ټیټوي.

د وطني غوړیو استعمال: روغتیایي کارپوهان وایي چې د ژمي په موسم کې په ورځني ډول یوه کاچوغه وطني غوړي پخپلو خوراکي توکو کې شاملول ګټور وي، ځکه چې دغه غوړي د نورو په پرتله ډېره تودوخه لري، چې بیا د ناروغیو مخنیوی هم کوي.

ریښه لرونکي خوراکي توکي: د ژمي په موسم کې د ځینو خوراکي توکو په استعمال سره زموږ بدن له سړو څخه خوندیتوب مومي، چې عبارت دي له ګازرو، مولیو، آلو، پیازو او هوږې چې د روغتیا لپاره ګټور وي. دغه راز د مټر، ګلپي، چغندر، پالک او د شړشمو د پاڼو استعمال هم اغېزمن وي.

شات بدن ته انرژي ورکوي: د ژمي په موسم کې د شاتو د استعمال غوره طریقه داده چې د ناشتې پرمهال له ډوډۍ یاهم له وطني غوړیو سره وخوړل شي یاهم د ورځې پرمهال په اوبو کې واچول شي او وڅښل شي.

ګرمې مسالې: د ژمي په موسم کې ځینې ګرمې مسالې لکه لونګ، تور مرچ او د دارچیني استعمال ګټور وي. دا چې د ژمي په موسم کې د ګرمو مسالو استعمال ډېروالی مومي، چې هدف ترې همدغه روغتیایې ګټې دي یعنې ګرمې مسالې د ټوخي، بندونو درد او د نورو موسمي ناروغیو په مخنیوي کې ګټورې وي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …