کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان وروستي یهودي اسرایلو ته د داخلېدو لپاره میرمنې ته طلاق ورکړ

د افغانستان وروستي یهودي اسرایلو ته د داخلېدو لپاره میرمنې ته طلاق ورکړ

د جمهوریت له پرځېدلو وروسته کله چې پر افغانستان ط..ال..بان واکمن شول، نو ډېر شمېر خلک هېواد پرېښودو ته اړ شول، په دې ډله کې یو یهودي هم و، چې د یواځیني یهودي په توګه یې هېواد کې ژوند کاوه.

دغه یهودي د نوي حکومت په راتګ ژوند ته خطر احساس کړ، که څه هم هغه ته کوم خطر نه و متوجې، ښایي کومه پټه وېره ورسره وه. اوس راپور دادی چې یاد یهودي زیبولان سیمنتو تېره میاشت د ترکیې له لارې اسرایلو ته د تګ اراده وکړه.

لکه څنګه چې زیبولان اسرایلو ته تلو او د یهوديانو په قانون مې راځي، که چېرته خاوند د ښځې خبره نه منۍ نو هغه کولی چې طلاق ورکړی او بیابه اسرایل ورته اجازه ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د زیبولان میرمن او لور یې په ۱۹۹۸ کال افغانستان پرېښی و. د نوموړي میرمن ټینګار کاوه چې افغانستان پرېږده خو زیبولان انکار کاوه.

د یهودي قانون له مخې، که چېرته خاوند خپله میرمن تر ډېرې مودې پورې منع کوي، نو باید خپله میرمن طلاق کړي او همدا لامل دی چې زیبولان خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ.

دا هم ولولئ

سعودي عربستان ښځو ته د فوټبال کولو اجازه ورکړه

سعودي عربستان په نړیوالو سیالیو کې د برخه اخیستلو په ګډون په کور دننه د …