کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

نوکیا زوړ ماډل موبایل په نوي بڼه خرڅلاو ته وړاندې کړ

د نوکیا موبایلونو شرکت یو بل پخوانی موبایل نوې بڼې ته اړولی. له دې وړاندې هم نوکیا شرکن په لومړي ځل د نوکیا ترټولو زوړ موبایل (۳۳۱۰) په نوې بڼه وړاندې کړی و، چې (4G او LTE) ځانګړتیا یې هم درلوده.

له هغې وروسته د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د (۲۷۱۰) کوچني کات کېدونکي موبایل نوې بڼه هم وړاندې کړې وه، خو اوس وایي چې د (نوکیا ۶۳۱۰) ماډل موبایل یې په نوي بڼه چمتو کړی دی.

ددې موبایل د جوړولو اعلان د روان کال په جولایۍ کې شوی و، خو ویل کېږي چې اوس انګلستان کې خرڅلاو ته په نوو ځانګړتیاوو او رنګونو سره وړاندې شوی دی.

نوکیا وایي چې دا موبایل ۲.۸ انچه سکرین او کیبورډ لري او د ۸ ام بي ریم سره ۱۶ ام بي داخلي حافظه هم لري، او ترڅنګ یې ۳۲ جي بي د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري.

دا موبایل ۰.۳ میګا پکسله شاتنۍ کامره لري او د ایف ایم رادیو او رڼایي څراغ یې په خپل حالت پاتې دي او یو ځل چارج به یې درې اوونۍ کار کوي او په انګستان کې یې بیه ۶۰ پونډه ده.

دا هم ولولئ

د آیفون ۱۳ د وړاندې کولو نېټه هم په ډاګه شوه

د ټیکنالوژۍ د لوی شرکت ایپل له لورې د آیفون ۱۳ موبایلونو د وړاندې کولو …