کورپاڼه / هنر او کلتور / ایسلېنډي فلم د وېروونکو فلمونو په برخه کې غوره جایزه وګټله

ایسلېنډي فلم د وېروونکو فلمونو په برخه کې غوره جایزه وګټله

ایسلېنډي فلم (وري) د وېروونکو فلمونو په برخه کې د فانتزي او ډاروونکو فلمونو په فیسټول کې د غوره فلم جایزه خپله کړه.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، دا فلم د ایسلېنډ د والډیمر یوهانسن اول فلم و او په همدې روان کال د فرانسې د کن فلم فیسټول کې هم نندارې ته وړاندی شوی و.

ویل کېږي چې په دې فلم کې د ایسلېنډ د شپنو کیسه بیان شوې ده، چې د سکندیناویا له فولکوریکي افسانې له وحشت ډکو کلاسیکو عناصر هم پکې کار اخیستل شوی.

راپور زیاتوي چې د هسپانیې سیتخس فیستول، چې د اکتوبر په ۸مه پیل او تر ۱۷مې یې دوام درلود، یاد فلم ته د غوره فلم جایزه ورکړله.

د یادولو وړ ده چې د سیتخس فیستول په هسپانیه کې له ۱۹۶۷ کال راهیسې جریان لري او دغه فیستول د نړۍ د وېروونکو فلمونو ترټولو مشهور فیستول ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …