کورپاڼه / هنر او کلتور / ریکا په نهه کلنۍ کې فلمي صنعت ته مخه کړې وه

ریکا په نهه کلنۍ کې فلمي صنعت ته مخه کړې وه

د هندي سینما تجربه کاره ادکاره ریکا چې د خپلې په زړه پورې اداکارۍ، رښتیا ویلو او بېباکۍ له امله زیات شهرت لري، د ۱۹۷۰ لیسزې وروستیو او د ۱۹۸۰ لیسزې غوره اداکاره وه.

د ریکا په اړه دا خبره هم ډېره مشهوره ده چې هغې د خپل کیریر پرمهال د ننګونکې رول له اخیستلو هیڅکله په شا شوې نه ده او همدا لامل دی چې تر بریا یې رسولې ده.

خو دا هر څه په یو دم نه دي شوي، بلکې د بریا کیسه یې له ماشومتوب څخه پیلېږي. نوموړې د خپل ماشومتوب په اړه په یوه مرکه کې د خپل پلار په اړه ویلي، چې جیمني ګنیسان، چې د تامل او تلګو لوی اداکار و، هیڅکله یې پټې وړتیاوې ونه لېدلې.

د یادولو وړ ده چې ریکا د ۱۹۵۴ کال د اکتوبر په ۱۰ زېږېدلې، د ریکا پلار پخپل ژوند کې څلور ودونه کړي ول، نو ځکه ریکا او مور یې ورڅخه بېل شول، بیا نوموړې په ډېر بد وضیعت ښوونځی پرېښود او نهه کلنۍ کې فلمي صنعت ته مخه کړه.

ریکا زیاته کړې چې موږ ډېر ورونه او خویندې و او ټول په یو ښوونځي کې و. دا چې نور ورونه او خویندې به مې پلار ښوونځي ته راوستلې نو زه پوه شوم چې هغه مې پلار دی، خو ما هیڅ موقع پیدا نه کړه چې پلار سره مې ووینم او نه هغه راته متوجې شو.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …