کورپاڼه / هنر او کلتور / مهیما چوهدري: په بالیووډ کې مثبت بدلون راغلی دی

مهیما چوهدري: په بالیووډ کې مثبت بدلون راغلی دی

د هندي سینما مشهوره اداکاره مهیما چوهدري په دې باور ده، چې مخکې به په بالیووډ کې یوازې پیغلې انجونې بریالۍ وې، خو اوس واده کړې میرمنې هم کامیابې اداکارانې دي.

نوموړې پخپلې تازه مرکه کې ویلي دي، مخکې به چې کوم اداکارې واده وکړ نو له واده سره به یې کیریر ختم شو، خو اوس داسې نه ده او دا له وخت سره په بالیووډ کې یو مثبت بدلون دی.

مهیما چوهدري زیاتوي، چې مخکې به د بالیووډ اداکارنو خپل اولادونه پټول او نه به یې ښکاره کول او ددې کار هدف دا و، ترڅو د هغوی د عمر په اړه سهي معلومات چاته ونه شي.

مهیما چوهدري، چې په ۱۹۹۷ کال خپور شوي فلم (پردیس) څخه یې په بالیووډ کې خپل کیریر پیل کړ، وایي چې اوس په بالیووډ کې میرمنو ته درناوی کېږي او یو ډول فیس ورکول کېږي.

هغې دغه راز ویلي دي، چې اوس په بالیووډ کې په بېلابېلو کردارونو کې واده شوي او د اولادونو لرونکې میرمنې هم قبلوي.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …