کورپاڼه / کرکټ / رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو.

نوموړي له رسنیو سره د اسیایي کرکټ شورا د غونډې په اړه خبرې کړي دي او ویلي یې دي چې د اسیایي کرکټ شورا په غونډه کې ګډون لومړنۍ تجربه وه.

رمیز راجا زیاته کړې، چې په غونډه کې یې په دې اړه خبرې کړي چې په راتلونکي اسیایي جام کې پاکستان څه ډول رول لوبوي. هغه ویلي چې راتلونکی اسیا کپ به په سریلانکا کې په شل اوریز فارمیټ او په ۲۰۲۳ کال په یوه ورځني فارمیټ ترسره شي

هغه ویلي چې د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ کوربتوب د پاکستان په غاړه دی او دا چې په ۲۰۲۳ کال نړیوال جام دی نو اسیا کپ به په یوه ورځني فارمیټ ترسره کول ګټور وي.

نوموړي ویلي چې د غونډې په یوه څنډه کې یې د هند کرکټ بورډ رییس سارو ګنګولي سره لېدنه کړې، موږ سیاست له کرکټ څخه لېرې کوو او د دواړو هېوادونو لوبو په بېرته راتګ کار کوو.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …