کورپاڼه / کرکټ / د هربجن سینګ او شعیب اختر یو پر بل د طنز ګوزارونه

د هربجن سینګ او شعیب اختر یو پر بل د طنز ګوزارونه

وړاندې له دې چې په شل اوریز نړیوال جام کې سر سختې لوبډلې هند او پاکستان له یو بل سره په سیالۍ کې مخ شي، د شعیب اختر او هربجن سینګ له لورې په ټویټر پر یو بل د طنز ګوزارونه کېږي.

که څه هم دواړه پخواني لوبغاړي شعیب اختر او هربجن سینګ به د کرکټ په لوبه کې له یو بل سره مخ کېدل، خو دواړه سره ډېر نږدې ملګري هم دي او له تقاعد وروسته دواړه په تلویزوني خپرونو کې یوځای لېدل کېږي.

د روانې اکتوبر میاشت په ۲۴مه په نړیوال جام کې هند او پاکستان سره مخ کېږي، خو له لوبې وړاندې هربجن سینګ او شعیب اختر پر ټویټر پر یو بل ښې مسخرې کړي دي.

شعیب اختر له هربجن سینګ سره یوځای اخیستل شوی تصویر خپور کړی او هربجن سینګ ته یې لیکلي، چې ته په هر څه پوهېږې او ویلي یې دي له سیالۍ وړاندې پر لوبه د بحث پرمهال اخیستل شوی.

په دې سره هربجن سینګ ورته ځواب کې ویلي، چا چې په ټیسټ لوبو کې ۴۰۰ ویکټې اخیستي وي او تاسره له ۲۰۰ هم لږې ویکټې وي، نو پرته له شکه د ۴۰۰ ویکټو اخیستونکی له تا ډېر پوهېږي. شعیب اختر بیا د هربجن هغه عکس خپور کړی، چې د شعیب اختر په توپ ټپي شوی و او ورته یې لیکلي یې دي، چې زه درسره موافق یم.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …