کورپاڼه / روغتيا / د لاس یا پښې له حرکت د لوېدو لاملونه څه دي؟

د لاس یا پښې له حرکت د لوېدو لاملونه څه دي؟

که چېرته تر ډېره وخته پورط په یو اړخ لاس یا پښه کېږدو، نو جام کېږي او که حرکت ورکوو نو یوازې دا چې مېږي-مېږي کېږي بلکې حرکت ورکولو کې له ستونزو سره مخ کېږو، چې بیا خپله ښه کېږي، خو ځینې وخت د ناروغیو نښه هم ګڼل کېږي.

کله چې په وینه کې د شکر اندازه ډېره شي نو نیغ په نیغ پر اعصابو اغېز کوي، چې بیا په همدې سبب کمزوري کېږي او د لاس یا پښې د جام کېدو یا حرکت له لوېدو لامل کېږي، نو داسې وشول نو معاینات مو ترسره کړئ.

ځینې وخت د دماغو یا د ملا تیر ځینې برخې سختېږي او یو ډول رسولۍ جوړوي، چې دې ناروغۍ ته (ملټي پل سکلیرسس) هم ویل کېږي، چې بیا لاس یا پښه جام کوي او یوه ناعلاجه ناروغي ده چې په ورزش یو څه ښه کېدلی شي.

که چېرته د لاس او پښې د جام کېدو ترڅنګ مو د کمزورۍ احساس کاوه، په سر مو درد و او په خبرو کولو کې له ستونزې سره مخ کېدئ نو لامل یې دماغو ته د وینې رسېدنه اغېزمنېدل دي او د فلج لومړنۍ نښې هم دي.

کله چې په بدن کې ویټامین بي او ویټامین بي ۱۲ کم شي نو له ستړیا او د ساه اخیستلو له ستونزې سره مو مخ کوي اړ ترڅنګ یې لاس او پښه هم جام کوي. دغه راز کله چې ګرده خپل فعالیت سم ترسره نه کړي، نو دا ډول پښې رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …