کورپاڼه / خبرونه / فضلي: د بشپړ غړیتوب لرونکې هېوادونو دې د افغان کرکټ ملاتړ وکړي
افغان لوبډله

فضلي: د بشپړ غړیتوب لرونکې هېوادونو دې د افغان کرکټ ملاتړ وکړي

افغانستان کرکټ بورډ، وړاندې له دې چې د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکې میاشت غونډه کې د افغان کرکټ پرېکړه بحث وکړي، له بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو څخه د ملاټر غوښتنه کړې ده.

په استرالیا کې د نوي نظام په راتګ سره د ښځو د کرکټ پرمخ ستونزې ډېرې شوي او رسنۍ وایي چې نوی حکومت میرمنو ته د کرکټ کولو اجازه نه ورکوي.

د استرالیا کرکټ بورډ هم افغان کرکټ بورډ ته ګواښ کړی و، که چېرته نوی حکومت د ښځو کرکټ ته اجازه نه ورکوی، نو دوی به هم یوازې ټیسټ لوبه له افغانستان سره لغوه کړي.

بله خوا راتلونکې میاشت د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان کرکټ په اړه بحث کوي او هلته به د افغانستان کرکټ راتلونکې په اړه پرېکړه وشي.

اوس د افغانستان کرکټ بورډ رییس عزیزالله فضلي له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې دوی هڅه کوی ترڅو په افغانستان کې کرکټ ته وده ورکړي او له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو څخه یې هم د ملاتړ غوښتنه کړې.

دغه راز فضلي دا هم ویلي د استرالیا کرکټ بورډ سره خبرې کوي، ترڅو هغوی ته قناعت ورکړي او یوازینۍ ټیسټ لوبه لغوه نه کړي

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …