کورپاڼه / کرکټ / راشد خان: د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال د ورو توپ اچونکو دی

راشد خان: د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال د ورو توپ اچونکو دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي ویلي دي، د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال د ورو توپ اچونکو دی. هغه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې یې په یو شل اوریز نړیوال جام کې برخه اخیستې ده.

راشد ویلي دي، چې د متحده عربي اماراتو درې واړه پیچونه، چېرته چې د نړیوال جام سوپر (۱۲) پړاو لوبې کېږي، د ورو توپ اچونکو لپاره ډېر ښه برابر او اغېزمن دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا پیچونه تل د ورو توپ اچونکو لپاره برابر وي او دا نړیوال جام به د ورو توپ اچونکو وي، هغه که ویکټې هر ډول برابرې شي بیاهم د ورو توپ اچونکو لپاره مرستندویه وي.

راشد خان ویلي دي لکه څنګه چې موږ په آی پي اېل کې ولېدل، دلته به ورو توپ اچونکي ښه ثابتېږي او همدا ورو توپ اچونکي به خپلې لوبډلې تر بریا پورې رسوي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان په سږني آی پي اېل سیالیو کې د سنرایزر حیدر آباد لپاره په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته او په دې لوبو کې ۱۸ ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …