کورپاڼه / روغتيا / ولې تي خور ماشوم ته اوبو ورکول ښه نه وي؟

ولې تي خور ماشوم ته اوبو ورکول ښه نه وي؟

اوبه د انسان د ژوند مهمه اړتیا ده او روغتیایي کارکوونکي هم په ورځ کې لږ تر لږه د اوو پیالو اوبو څښلو سپارښتنه کوي، خو شېدو خواره ماشومان په دې برخه کې یو څه مختلف وي او له شپږو میاشتو کم عمرو ماشومانو ته اوبه ورکول ډېر خطرناک وي.

کله چې ډېرې زیاتې اوبه څښو، نو همدغه اوبه له وینې سره ګډېږي، چې بیا په وینه کې د سودیم اندازه کموي. کله چې د سودیم کچه بېخي کمه شي، بدن د هایپونیټرمیا ښکار کېږي، چې په دې حالت کې د وینې حجرې ځانته اوبه جذبوي او د سودیم کچې برابرولو کوښښ کوي.

دا بیا د وینې حجرې پړسوي او د کانګو، زړه بدوالی او د عضلو شخول رامنځته کوي او حالت ډېری وخت په ورزش کارانو کې لېدل کېږي او لامل یې د ډېرو اوبه څښل په ګوته شوي. په ذکر شوي صورت کې اوبه د دماغو حجرو ته هم رسېدلی شي، چې بیا د دماغو د حجرو د پړسېدو او د سر په کوپړۍ د فشار لامل ګرځي.

په داسې حالاتو کې د مړینې خطر هم موجود وي. دغه راز د نوموړې ستونزې حل هم آسانه دی او هغه دا چې د ډېر عمر لرونکو کسانو ته د ډېر اوبو استعمال اړین دی، خو شېدو خواره ماشومان ته د ډېرو اوبو استعمال پکار نه وي.

د شېدو خواره ماشومانو ګردې په سمه توګه خپله دنده نه شي ترسره کولی، چې بیا همدغه اوبه د وینې سره ګډېږي او ډېر خطرونه رامنځته کوي. که چېرته د ماشوم په شېدو کې اوبه ګډې شي، نو ورته ستونزه رامنځته کولي شي، چې په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه کول ډېر اړین ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …