هغه (۱۲) کلن انجلۍ ریبیکا، چې په نړیوال شل اوریز جام کې لوبېدونکې لوبډلې سکاټلېنډ ته یې لباس جوړ کړی، د خلکو د پام وړ ګرځېدلې ده.
د یادونې وړ ده، چې د سکاټلېنډ لوبډله د نړیوال جام په اول پړاو کې لوبېږي، چې له هغه ځایه به سوپر (۱۲) پړاو ته کوالیفای کوي، چې هلته یې لومړۍ لوبه هم ګټلې ده.
که له یوې خوا د سکاټلېنډ لوبډلې په جوړښت بحثونه کېږي او دا لوبډله یوه غوره لوبډله ګڼي، نو له بلې خوا لباس هم ډېر ساتل کېږي.
د سکاټلېنډ لوبډلې دا لباس یوې دولس کلنې انجلۍ جوړ کړی او پر ټولنیزو رسنیو یې د خلکو پام ځانته اړولی دی. کله چې سکاټلېنډ په نړیوال جام کې له بنګله دېش لوبه وګټله نو ریبیکا ډاوني د خپلې لوبډلې لباس په تن او پر ټولنیزو رسنیو خپور کړ، چې بیا په تلویزون هم راڅرګنده شوه.
د سکاټلېنډ کرکټ هم د نوموړې عکس خپور کړی او ترڅنګ یې لېکلي ول چې دا یې د لباس جوړونکې ده او د کرکټ نړیوالې شورا هم د ریبیکا کار ستایلی دی.