کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ د نړیوال جام دویمه لوبه هم وګټله

سکاټلېنډ د نړیوال جام دویمه لوبه هم وګټله

د ریچي برینګټن زبردستې توپ وهنې او د جوش ډیوي په زړه پورې توپ اچونې سکاټلېنډ په دویمه شل اوریزه لوبه کې هم بریالی کړ.

د نړیوال جام د اول پړاو سیالیو په لړ کې نن د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې د سکاټلېنډ او پاپو نیوګیني لوبډلې سره مخ شوې، چې سکاټلېنډ د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه.

سکاټلېنډ په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د پاپو نیوګینی لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې ریچي برینګټن ۷۰ او میتیو کراس ۴۵ زیاتې منډې وکړې، د پاپو نیوګیني لپاره کابو موریا څلور او چهاد سوپر درې ویکټې ترلاسه کړې.

پاپو نیوګیني لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او په ځواب کې یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې او په ۱۷ منډو یې لوبه وبایلله.

د پاپو نیوګیني لپاره نورمان ونوا ۴۷ او سیسي باو ۲۴ زیاتې منډې وکړې او سکاټلېنډ لپاره جوش ډیوي ښه توپ اچونه وکړه او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …