د مایکروسافت شرکت بنسټ ایښودونکي او د نړۍ د شتمن شخص بیل ګیټس لور جنیفر ګیټس، چې له یو مسلمان سره یې واده وکړ، په واده یې دوه میلونه ډالر لګښت راغی.
د بیل ګیټس لور جنیفر ګیټس په نیویارک کې له خپل مصري ملګري سره واده وکړ. راپورونه وایي چې د بیل ګیټس مشرې لور جنیفر ګیټس له خپلې نږدې ملګري نایل نصر سره د شنبې په ورځ په نیویارک کې واده وکړ.
د لویډیځو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې نایل نصر او جنیفر ګیټس لومړی په غلني ډول د مسلمانانو په دود مراسم ترسره کړل، چې د دواړو والدینو پکې ګډون درلود.
دغه راز د واده په مراسمو کې بیل ګیټس او میلنډا ګیټس له طلاق درې میاشتې وروسته د خپلې لور د واده په مراسمو کې یوځای لېدل شوي. دواړو له ۲۷ کاله ګډ ژوند وروسته سره لارې بېلې کړې وې.
بل لوري ته د بیل ګیټس د لور او میلونر مصري مسلمان ځوان د اړیکې راپورونه له ۲۰۱۷ کال راهیسې خپرېږي او هغه وخت ویل کېده چې دواړه به ډېر ژر واده وکړي.