خپلواک وېبپاڼه (٧ دسمبر ٢٠١٩): د ټېکنالوژۍ په برخه کې د زيات پرمختګ راتلو له امله چې څنګه په نورو برخو کې ډېر بدلونونه راغلي دي، همدا راز د لوبو په مېدانونو کې هم هره ورځ نوي بدلونونه راځي.
همدا راز د کرکټ لوبې په برخه کې هم هره ورځ د ټېکنالوژۍ کارول زياتېږي او په دې برخه کې نوي نوي بدلونونه هم راروان دي، چې د کرکټ نړيواله شورا وخت نا وخت په يو شمېر نوو شيانو باندې هم ازمايښتي کار کوي.
په کرکټ کې د (نو بال) مسئلې ورځ تر بلې ډېرېږي او همدا لامل شوى دى چې اوس د (نو بال) لپاره له دريم لوبڅار نه هم د مرستې اخيستو وړانديز شوى دى.
په مېدان کې د ولاړ لوبڅار د پرلپسې تېروتنو او د متاثره شوو لوبډلو د احتجاج نه وروسته په ازمايښتي ډول د دريم لوبڅار له لوري د (نو بال) ورکولو وړانديز شوى دى.
په دې لړ کې د هند او ويسټ انډيز ترمنځ د هند په حېدر اباد کې په ترسره شوې شل اوريزه لوبه کې په لومړي ځل دريم لوبڅار د (نو بال) لپاره ازمايښت ترسره کړ.
په دغه شل اوريزه لوبه کې هند لومړى توپ اچونه ترسره کړه او په ٢٠ اورونو کې يې هېڅ (نو بال) ونه کړ، نو له دې امله دريم لوبڅار ته هېڅ اړتيا پېښه نه شوه.
خو کله چې ويسټ انډيز توپ اچونه ترسره کوله نو په ١٣م اور کې کيسريک ويليمز هغه مهال د تاريخ برخه جوړ شو، چې دريم لوبڅار د هغه له لوري ترسره کړى بال (نو بال) وګرځاوه.
دا د کرکټ په تاريخ کې لومړى ځل و چې دريم لوبڅار د خپلو اختياراتو نه په ګټې اخيستو سره د يوه لوبغاړي له لوري ترسره کړى بال (نو بال) اعلان کړ.
د يادولو ده چې څو مياشتې مخکې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري په يو خپور شوي بيان کې ويل شوي و، چې په ازمايښتي ډول دوى دريم لوبڅار ته دا دنده سپاري، تر څو هغه د توپ اچونکي هر يو توپ په غور سره وګوري او د هغه د لومړۍ پښې جايزه واخلي چې د توپ اچونې پر مهال خو به له کرښې نه اوړي.
په دغه خبر کې همدا راز ويل شوي و، که چېرته توپ اچونکى له ټاکلې کرښې پښه واړوي او د مېدان لوبڅار (نو بال) ور نه کړي، نو دريم لوبڅار به هماغه مهال د مېدان له لوبڅار سره اړيکه نيسي او هغه ته به وايي چې دغه توپ (نو بال) و.