کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش د عمان لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه

بنګله دېش د عمان لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه

که څه هم د بنګله دېش لوبډله په لومړیو کې تر سخت فشار لاندې وه، خو وروسته د محمد نعیم او شکیب الحسن د ښې ملګرتیا پرمټ یې عمان ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

دا لوبه چې د نړیوال شل اوریز جام د اول پړاو شپږم لوبه ده او د بنګله دېش او عمان ترمنځ ترسره کېږي، بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو عمان ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې محمد نعیم ۶۴ او شکیب الحسن ۴۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

عمان لپاره فیاض بټ او بلال خان ډېره ښه توپ اچونه وکړه، دواړو د خپلې لوبډلې لپاره درې-درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز کلیم الله دوه او ذیشان مقصود یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې عمان او بنګله دېش په نړیوال جام کې یوه-یوه لوبه ترسره کړې، چې بنګله دېش، سکاټلېنډ ته بایللې او عمان له پاپو نیوګیني ګټلې وه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …