کورپاڼه / جالب / په هند کې د سیلابونو په سبب ناوې او زوم له دېګ څخه د کښتۍ په توګه ګټه پورته کړئ

په هند کې د سیلابونو په سبب ناوې او زوم له دېګ څخه د کښتۍ په توګه ګټه پورته کړئ

تقریباً هر زلمی او پیغله له کلونو-کلونو خپل واده ته په تمه وي او هڅه کوي ترڅو د واده مراسم په داسې ډول سره ولمانځي چې تر ډېره پورې یادګاري پاتې شي.

خو که چېرته د واده په ورځ داسې واقعه پېښه شي چې په سبب یې د واده ټول مراسم ګډوډ کړي، نو دا به ډېر ځورونکې او همداسې یوه واقعه د هند په نوبي کیراله ایالت کې پېښه شوې.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د هند په نوبي کیراله کې د تېزو بارانونو په سبب سیلابونه راوتلي، چې په همدې سبب د یو واده مراسم هم ګډوډ شول او د واده زلمی او ناوې مجبوره شوه، چې د موټر پرځای په یو لوی دېګ کې مراسم ته لاړ شي.

راپور زیاتوي چې د واده جوړې له مندر څخه یو لوی دېګ راخیستی او د کښتۍ په بڼه یې ترې ګټه پورته کړئ او عکسونه یې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.

ناوې له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې زموږ واده په یو داسې واده بدل شو، چې موږ یې فکر هم نشو کولی او کوم ځای چې زموږ واده کېده هغه ځای هم سیلاب خراب کړی و.

دا هم ولولئ

راشد خان او مجیب الرحمان

راشد خان بیا ناییتوب شروع کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان یوه ویډیو خپره شوې …