کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / ایپل شرکت یو ځل بیا شیاومي شرکت شاته پرېښود

ایپل شرکت یو ځل بیا شیاومي شرکت شاته پرېښود

د ځیرک موبایلونو د خرڅلاو په برخه کې ایپل شرکت له شیاومي شرکت څخه یو ځل بیا دویم مقام ونېوه او سامسنګ پخپل لومړي مقام کې ځای لري.

د ځیرک موبایلونو د خرڅلاو په اړه تازه راپور دادی چې روان کال (۲۰۲۱) سامسنګ شرکت ترټولو زیات موبایلونه خرڅ کړي او لومړی مقام یې خپل کړی او دویم ورپسې ایپل او دریم شیاومي دي.

تېرکال شیاومي شرکت له ایپل څخه د ډېرو موبایلونو په خرڅولو کې دویم مقام نېولی و، خو سږکال ایپل بېرته دویم مقام ونېوه. له یادو شرکتونو وروسته ویوو څلورم او اوپو پنځم شرکت دی چې ډېر موبایلونه یې پلورلي دي.

چینایي شرکت شیاومي په دې هڅه کې دی، چې ترڅو په نږدې راتلونکې کې سامسنګ ته ماتې ورکړي او لامل یې په موبایلونو کې د چیپونو استعمال دی چې ډېری شرکتونه ورسره ستونزه لري.

د یادولو وړ ده چې سږکال په لومړیو درې میاشتو کې شیاومي شرکت ډېر موبایلونه خرڅ کړي ول، چې په نړیوال مارکیټ کې ۱۷.۱ سلنه ونډې درلودې، ورپسې سامسنګ و چې ۱۵.۷ او ایپل ۱۴.۳ وندې درلودې او دویم او دریم مقام یې ګټلی.

دا هم ولولئ

د سامسینک نوی موبایل د کومو ځانګړتیاوو لرونکی دی؟

که چېرته تاسې د خپل ځیرک موبایل د غټوالي په سبب اندیښمن یاست، نو ښه …