کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش لوبډلې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

بنګله دېش لوبډلې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

که څه هم عمان لوبډله په لومړیو کې ډېره ښه روانه وه، خو وروسته د مستفیض الرحمن او شکیب الحسن د ښې توپ اچونې له بریا راوګرځوله او ماتې وخوړه.

دا لوبه چې د نړیوال شل اوریز جام د اول پړاو شپږم لوبه وه او د بنګله دېش او عمان ترمنځ ترسره شوه، بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو عمان ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ، چې له ډلې یې محمد نعیم ۶۴ او شکیب الحسن ۴۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

عمان لپاره فیاض بټ او بلال خان ډېره ښه توپ اچونه وکړه، دواړو د خپلې لوبډلې لپاره درې-درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز کلیم الله دوه او ذیشان مقصود یوه ویکټ ترلاسه کړه.

عمان ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۷ منډې وکړې او په ۲۶ منډو یې لوبه وبایلله.

د عمان لپاره جتیندر سینګ ۴۰ او کاشیاپ پراجپاتې ۲۱ منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره مستفیض الرحمن څلور، شکیب الحسن درې، مهدي الحسن او سیف الدین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …