کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی چې د تبې شدت کم کړو؟

څه ډول کولی چې د تبې شدت کم کړو؟

تبه د یوه داسې کیفیت نوم دی، چې په دې کې د بدن تودوخه ډېرېږي او اغېزمن شوي شخص د ستړیا احساس کوي. دغه راز په دې کیفیت کې د سړو یا یخنۍ احساس هم کېږي، سترګې هم سوځي او طبیعت خراب غوندې وي.

که چېرته تبه پر خپل وخت په سم ډول درملنه نشي نو خطرناک حالت هم غوره کولی شي او روغتیایي کارپوهانو په دې حالت کې ځینې لارښوونې کړي، چې عمل پرې کول د تبې شدت کموي.

د اوبو استعمال: کله چې بدن ګرم وي نو د خوله کېدو په مرسته د سړو هڅه یې کوي، خو که چېرته څوک زیات خوله شي نو تبه شدت اختیاروي، چې بیا بدن مجبورېږي چې د پوستکي سوري بند کړي او په همدې سبب د تبې کنترول سختېږي نو که چېرته ډېرې اوبه وڅښو نو د تبې شدت کمېدلی شي.

د واورې یا یخ استعمال: که چېرته ډېرې اوبه څښل درته ستونزمن وي نو یخ یا واوره وخورئ یا کوم جوس یخ کړئ او بیا یې وخورئ یا یې وڅټئ.

آرام وکړئ: که چېرته غواړئ چې تبه مو یو څه کمه شي نو اړینه ده چې آرام وکړئ، ځکه د کار کولو په حالت کې بدن تودوخه ډېروی او تبه شدت خپلوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …