کورپاڼه / کرکټ / مورګن: که همداسې روان وم نو له لوبډلې کینم

مورګن: که همداسې روان وم نو له لوبډلې کینم

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن ویلي، که چېرته په نړیوال جام کې هم همداسې روان و او ښې لوبې نه کوله، نو له لوبډلې به کیني.

مورګن، په خپلو وروستیو سیالیو کې ښه نه لوبېدلی او یوازې د لوبډلمشر په توګه پاتې شوی او په آی پي اېل سیالیو کې هم د کلکتې لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله، خو پخپله یې د توپ وهنې خوند نه و.

نوموړي په روان کال کې د انګلستان لوبډلې ته په ۷ شل اوریزه سیالیو کې یوازې ۸۲ منډې جوړې کړې دی او په آی پي سیالیو کې هم کومه نیمه سلیزه جوړه نه کړه.

مورګن د آی پي سیالیو پرمهال خپلې لوبې ته په کتو ویلي ول، که چېرته یې بیټ همداسې نه چلېده او منډې یې نه جوړولې، نو له لوبډلې به کیني او د ځان پرځای به کوم بل لوبغاړي ته وخت ورکړي.

مورګن چې په ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې هم د خپلې لوبډلې مشر و، لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله او د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز نړیوال جام پرمهال یې اتلولي ګټلې ده.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …