کورپاڼه / خبرونه / د والیبال ښځینه ملې لوبډلې یوه غړې په بې رحمانه ډول له مـنـځـه وړل شوې

د والیبال ښځینه ملې لوبډلې یوه غړې په بې رحمانه ډول له مـنـځـه وړل شوې

د افغانستان والیبال ښځینه ملي لوبډلې یوې غړې ویلي، چې ددې لوبډلې د یوې بلې غړې ســـر پـــــرې کــړل شوی دی. دا ادعا د العربیه ویبپاڼې د مژګان سادات په حواله کړې ده.

د راپور له مخې افغانستان د والیبال ښځینه ملي لوبډلې لوبغاړې مژګان سادات ویلي، چې دا کار د تـــالـــیــبــانــو جنګیالیو کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دا لوبغاړې څوک وه؟

سادات پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د افغان ښځینه والبیالران غږ دې واوریدل شي او بهرني هېوادونه دې ژر تر ژر ورته د وتلو زمینه برابره کړي.

راپورونه وایي چې اوس هم په هېواد کې دننه ګڼ شمېر ښځینه لوبډلې بندې پاتې دي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، خو بله خوا د ا.ا ویاند ویلي ول چې دا ډول ادعاوې بهرنیو هېوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره کېږي.

خو ددې هر څه سره-سره بیاهم د هېواد په ډېرو سیمو کې د دا ډول پېښو راپورونه پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي او پړه یې د ا.ا په امنیتي او استخباراتي کسانو اچوي.

دا هم ولولئ

سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

د کورونا وایروس د نوې بڼه له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان ته د عمرې لپاره …