کورپاڼه / روغتيا / آیا د وچو مېوو استعمال ګټور وي او که زیانمن؟

آیا د وچو مېوو استعمال ګټور وي او که زیانمن؟

کله چې د وچې مېوې نوم اخیستل کېږي، نو سم ورسره په ذهن کې د ژمي یا سړو موسم عکس جوړېږي، دا ځکه چې په ژمي کې د وچې مېوې استعمال ډېرېږي، خو پوښتنه داده چې دا د روغتیا لپاره ګټور وي او که څنګه؟

وچې مېوې، چې په زیاته اندازه پروټین لري، د روغتیا لپاره ډېر اړین ګڼل کېږي، خو که له یوې خوا د انسان روغتیا ته ګټور وي نو له بلې خوا ځینې زیانونه هم لري چې باید له استعمال وړاندې یې په اړه پوه شو.

په هالېنډ کې د یوې ترسره شوې څېړنې پر اساس ویل کېږي، که چېرته هره ورځ د نیم موټي برابره وچه مېوه، چې بادام، چارمغز، کاجو، پسته او ممپلي پکې شامل دي، وخورو، نو د ناروغیو په سبب مو د مړینې خطر کمېږي.

څېړنې ویلي، چې د مېوو خوړل د زړه ناروغیو، سرطان او شکر دویم ډول ناروغیو خطر کمېږي، که چېرته د مېوو خوړل درته ستونزمن وي نو د وچو مېوو خوړل یې آسانه طریقه ده.

هغه کسان چې وچه مېوه خوري هغوی په بدني ډول کمه وزنه کوي او وینې فشار ته هم ګټور وي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د وچو مېوو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د بې شمېره ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …