کورپاڼه / کرکټ / د استرالیا پخوانی لوبغاړی مایکل سلیټر نېول شوی

د استرالیا پخوانی لوبغاړی مایکل سلیټر نېول شوی

د استرالیا کرکټ پخواني نامتو لوبغاړي مایکل سلیټر د کورني تاوتریخوالي په قضیه کې نېول شوې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې د استرالیا پخواني لوبغاړي مایکل سلیټر د کورني تاوتریخوالي په قضیه کې نېول شوی دی. راپور زیاتوي چې د کورني تاوتریخوالي پېښه تېره اوونۍ واقعه شوې وه، خو نن ونېول شو.

رسنۍ زیاتوي چې پخوانی کرکټر مایکل سلیټر تر اوسه نه ده تورن شوی، بلکې په دې تړاو څېړنې روانې دي.

بل لوري ته د نیوساوت ویلس پولیسو ویلي دي چې تېره اوونۍ له شکایتونو وروسته دوی یو (۵۱) کلن شخص نېولی دی.

د یادولو وړ ده چې مایکل سلیټر د استرالیا یو نامتو لوبغاړی و، هغه د خپل هېواد لپاره ۴۲ یوه ورځنۍ او ۷۴ ټیسټ لوبې ترسره کېږي، چې په ټیسټ کې یې ۵۳۱۲ او یوه ورځنیو لوبه کې یې ۹۸۷ منډې جوړې کړي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …