کورپاڼه / خبرونه / آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د ۲۰۲۱ کال د شل اوریز نړیوال جام سیالیو د خپرولو حقوق ترلاسه او پېرلی دی.

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۷مه پیل شوی، اوس اریانا تلویزون راپور ورکړی چې له دې وروسته به یادې سیالۍ د دوی لخوا هم په هېواد کې خپرېږي.

اریانا تلویزون د یوې اوونۍ لپاره د لوبو مهالویش هم خپور کړی، چې په دې ډول دی:((چارشنبه: نامیبیا د نیډرلینډ پر وړاندې؛ له ماسپښین وروسته ۲:۳۰ او سریلانکا د ایرلینډ پر وړاندې؛ د ماښام ۶:۳۰ بجې. پنجشنبه: بنګله دېش د پاپوآ نوې ګینا پر وړاندې؛ له غرمې وروسته ۲:۳۰ او عمان د سکاټلینډ پر وړاندې؛ د ماښام ۶:۳۰ بجې. جمعه: نامیبیا د ایرلینډ پر وړاندې؛ غرمه ۲:۳۰ او سریلانکا د نیډرلینډ پر وړاندې؛ ماښام ۶:۳۰ بجې. شنبه: آسټرالیا د سویلي آفریقا پر وړاندې؛ ماسپښین ۲:۳۰ او انګلستان د ویسټ انډیز پر وړاندې؛ ماښام ۶:۳۰ بجې.))

نن د نړیوال جام د تمریناتي لوبو په لړ کې افغان لوبډله د ویسټ انډیز لوبډلې سره ماښام ۶:۳۰ بجې مخ کېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه بایلله وه.

بل لوري ته د نړیوال جام د لوبو په لړ کې افغان لوبډله د اکتوبر په ۲۵مه نېټه له لومړي پړاو څخه کوالیفای شوې لوبډلې سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …