کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي اداکاره: زه واده کولو ته هیڅ اړتیا نلرم

هندي اداکاره: زه واده کولو ته هیڅ اړتیا نلرم

د هندي سینما اداکارې رایما سین ویلي دي چې زه واده کولو ته هیڅ اړتیا نلرم. نوموړې له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اوس د واده کولو اراده نلري.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې رایما سین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، زه نه پوهېږم چې خلک ولې واده کول اختتام ګڼي.

هغې ویلي دي، خلک داسې فکر کوي چې زه خوشحاله نه یم ځکه چې ما واده نه دی کړی. ریما زیاته کړې ده چې واده نه کول ماته آزادي راکوي او دا ژوند ماته اجازه راکوي چې زه هر چېرته لاړه شم او له والدینو پرته چاته ځواب ورکونکي نه یم.

رایما سین ویلي دي، زه به هغه وخت واده کوم، کله چې یې سهي ځای او سهي وخت راغی او ترڅنګ یې سهي شخص راته پیدا شو.

هغې زیاته کړې ده، ماته تر اوسه پورې داسې شخص نه دی پیدا شوی، زه واده ته هیڅ اړتیا نلرم، که چېرته ما داسې شخص ومونده چې له هغه سره ښه ډېره مینه ولرم، نو هغه وخت واده کوم.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …