کورپاڼه / روغتيا / د ګلپي رنګونه او حیرانوونکې روغتیایي ګټې یې

د ګلپي رنګونه او حیرانوونکې روغتیایي ګټې یې

ګلپي د سبزیجاتو له جملې هغه سبزي ده چې په هر کور کې خوړل کېږي او ځیني خلک بند ګلپي د سلاد په ډول استعمالوي. سپین رنګه ګلپي خو موږ ټولو لېدلی خو په حقیقت په څو رنګونو سره موندل کېږي.

ګلپي د هډوکو لپاره ګټور وي او هر ډول درد ختموي او هډوکي پیاوړي کوي او ددې ترڅنګ د بدن دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي، چې بیا د ناروغیو څخه خوندیتوب واقع کوي.

هغه کسان چې وزن کموي، هغوی دې سهار په نهاره د ګلپي اوبه وایشوي او استعمال دې کړي. دغه راز ګلپي د ګلوکوریفینن او ګلوکوبراسین لري چې معده کې د زهرجنو موادو له راټولېدو مخنیوی کوي او معدې ته پیاوړتیا ورکوي.

که چېرته میرمنې د هورمونیکي بدلونونو سره مخ وی، هغوی ته ګلپي ګټور وي او ښکلا یې هم زیاتوي او ګلپي د غذایي توکو په لرلو سترګو ته هم ګټور وي او دماغو ته آرام ور په برخه کوي.

ډېر وخت به مو لېدلي وي چې ګلپي سپین رنګ لري، چې لامل یې د ودې مرحلې څخه د تېرېدو پرمهال ترې د پاڼو تاووېدل په ګوته شوي او په شنو او ارغواني رنګه ګلپیانو د لمر وړانګې لګېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …