کورپاڼه / سياست او روانې چارې / شکریه بارکزۍ: امریکا نه غوښتل چې غني دویم ځل انتخاباتو ته ودرېږي؛ د سولې پروسه ناکامه شوه

شکریه بارکزۍ: امریکا نه غوښتل چې غني دویم ځل انتخاباتو ته ودرېږي؛ د سولې پروسه ناکامه شوه

د افغانستان د تېر حکومت ډیپلوماټه شکریه بارکزۍ وايي چې امریکا نه غوښتل چې اشرف غني دویم ځل انتخاباتو ته ودرېږي او د زلمي خلیلزاد ماموریت ناکام پای ته ورسېده.

نوموړې چې له بي بي سي پښتو سره يې مرکه کوله، د سولې د پروسې په اړه يې وویل چې د سولې اوسنۍ پروسه ناکامه پای ته ورسېده.

نوموړې زیاته کړه، د ډاکټر زلمي خلیلزاد او ډاکټر اشرف غني ترمنځ خبرې او سیاسي ګټې داسې څه و چې په افغانستان کې ورسره د ډاکټر زلمي خلیلزاد ماموریت ناکامه ختم شو.

هغې وویل، د امریکا غوښتنه دا نه وه چې ډاکټر اشرف غني دې د دویم ځل لپاره انتخاباتو ته ودرېږي او نه يې غوښتل چې انتخابات دې وشي.

شکریه بارکزۍ همدا راز وویل، د افغانستان شرایطو او اوسني وضعیت ته په کتو، چې شکریه ۳۵ میلیونه خلک لري او اوس موږ ګورو چې د نظام مشروعیت د پوښتنې لاندې دی، فقر، بېکاري، بې ثباتي او امنیتي ستونزې شته، او دا فکر چې کېده چې جـنـګ به ختم شي، خو جـنـګ یو بل سټیج ته لاړ او دې هر څه نه یوازې افغانستان بلکې امریکا ته هم تاوان ورساوه.

هغې د زلمي خلیلزاد په اړه وویل، د دې سربېره چې ډاکټر زلمی خلیلزاد په افغانستان کې زېږېدلی و او په ملي ژبو پوهېده، خو هغه باید د امریکا او افغانستان د ګټو لپاره کار کړی وای، چې نن د دواړو ګټې خوندي نه دي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …